کونړ، د ملي مقاومت جبهه: د پنجشنبې په ورځ د حوت په ۱۴ مه د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې طالبانو د واده پر موټر ډزې کړي چې له امله یې د زوم ورور یاسین وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
ترهګرو طالبانو د زوم ورور په موټر کې د موسیقۍ غږولو له امله په ډزو وژلی دی.
د یادونې وړ ده چې ترهګر طالبان په هيچا رحم نه کوي او تل بې دليله پر ملکي وګړو ډزې کوي.