بلخ، د ملي مقاومت جبهه: د طالبانو جنایتکارې ډلې په بلخ ولایت کې دوه ځوانې نجونې په مرموز ډول وژلې دي او بیا یې جسدونه د مزارشریف په "تنګي شادانو" کې پرېښي.
د دغو دوو نجونو جسدونه د روان کال د حوت په ۱۲مه د پنجشنبې په ورځ د ځايي خلکو لخوا وموندل شول.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په بلخ کې شپږ ښځینه مدني فعالانې د طالبانو لخوا په مرموز ډول وژل شوې وې.