بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: د ملي مقاومت جبهې ځواکونو د روان کال د حوت د میاشتې په ۲۶ مه نیټه د چهارشنبې په شپه د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزدورو طالبانو په پوستو څو ساعته چریکي عملیات ترسره کړل.
د ملي مقاومت جبهې د سرچینو له قوله: جګړه تېره شپه ۱۱ بجې د بدخشان ولایت "جرم" ولسوالۍ اړوند فرغامنج سیمه کې د کمانګران په کلي کې رامنځته شوه.
په جګړه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. خو د سيمه ييزو سرچينو د څرګندونو له مخې: د دغې وحشتناکې ډلې غړو د شپې له تيارې څخه د خپلو مړو د جسدونو د ښخولو لپاره استفاده کوله، څو خلک او رسنۍ له دې خبر نه وي.
د ملي مقاومت د جبهې زړورو ځواکونو په دغو عملياتو کې ددغې تروريستي ډلې يو رينجر موټر هم لمنځه وړى دى.
د ملي مقاومت جبهې خوځښتونه په تېره یوه میاشت کې په بدخشان کې زیات شوي او د مقاومت جبهې ځواکونو د دغه ولایت په راغستان، یفتل، کشم ولسوالیو او د "جرم" ولسوالۍ په ځینو برخو کې د دغې ډلې پر پوستو څو ځله بریدونه کړي دي.