topbar 10 10px1

ترهګرو طالبانو په پلخمري کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر یرغمل کړی

ترهګرو طالبانو په پلخمري کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر یرغمل کړی

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د ترهګرو طالبانو د استخباراتو غړو د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر "محمد حارث اندرابي" د بغلان په پلخمري کې نیولی او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی.

دا پېښه د دوشنبې په ورځ د حوت په نهمه د پلخمري ښار په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

طالبانو تر اوسه د پخواني افسر د کورنۍ غړو ته اجازه نه ده ورکړې چې له هغه سره وګوري.

د یادولو وړ ده چې د دغې جنایتکارې ډلې غړي هره ورځ په بېلابېلو پلمو پخواني پوځيان نیسي او په شهادت رسوي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...