تخار، د ملي مقاومت جبهه: په افغانستان کې د طالبانو لخوا د پخوانیو پوځيانو او ملکي فعالانو له وژنو وروسته - په ځانګړې توګه په تخار کې اوس په دغه ولایت کې د "روغتیا" کارکونکو د وژلو لړۍ پیل شوې ده.
په یوه پیښه کې نن سهار لس بجې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار اړوند د "کوچهٔ شهیدي" سیمه کې د واکسین یو کارکوونکی وژل شوی دی.
د تالقانو ښار اوس لکه د جګړې ډګر ګرځېدلی او طالب ترهګرو په دغه ښار کې ویره رامنځته کړې ده.
دا په داسې حال ده چې نن سهار په کندز ولایت کې هم څلور روغتیايي کارکونکې وژل شوې دي.
د ملي مقاومت جبهې په باور، جنایتکار طالبان د وېرې خپرولو او د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د باج اخیستلو په هدف دغه وژنې ترسره کوي.