بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: د ترهګرو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښتو کې يو تن ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
دغه نښته نن د حمل په ٢٤مه، د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د طالب جګړه مارو د دوو سيمه ييزو قوماندانانو ترمنځ شوې ده.
په يوه بله ورته پيښه کې په تخار ولايت کې ددغې ډلې درې تنه غړي ووژل شول.
د طالبانو ترمنځ کې تفرقې او ژور اختلافات شتون لري، چې زیاتره وخت د دې ډلې تر منځ خونړۍ نښتې سبب ګرځي.