topbar 10 10px1

طالبانو پر اندرابونو د لسګونو جګړه مارو او هلیکوپټرو په مرسته د ناکام بريد هڅه وکړه

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: په اندراب کې د جګړې له پراخېدو او په دغو ولسواليو کې د جنايتکارو طالبانو له درنې ماتې وروسته دغې ډلې اوس لسګونو ترهګرو او نوېو جنګي وسايلو سره د ملي مقاومت جبهې سرتېرو پر پوستو بريدونه کړي او د هلیکوپټرو په وسيله يې د برید د دوام ناکامه هڅه کړې.

له تېرو درېیو ورځو راهیسې د اندراب په بنو او پل حصار ولسوالیو کې د ملي مقاومت د جبهې پر پوستو وسله وال طالبان بریدونه کوي.

خو تیره شپه د درنو تلفاتو په منلو له سیمي شاتګ ته اړ شول.

خو نن چهارشنبه د ۱۴۰۱ هجري قمري کال د حمل د میاشتې په ۱۷ نیټه د دغې ترهګرې ډلې غړي یو ځل بیا د هلیکوپټرو په واسطه د قاسان په سیمه کې راښکته شول او یو شمیر یې د ټانک او ځمکې له لارې دغې سیمې ته ننوتل.

طالبان اوس ځايي خلک ځوروي او د خلکو په کورونو چاپې وهي.

په همدې حال کې د ملي مقاومت د جبهې سرتېري په لوړه روحیه له طالب ترهګرو سره په جګړه بوخت دي او په تېرو څو ورځو کې یې دغې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...