د ملي مقاومت جبهه، سرپل: طالبانو په بلخاب ولسوالۍ کې له یوه ۶۵ کلن سړي سر پرې کړی دی.
طالب ترهګرو له دغه سپین ږیرې د شنبې په ورځ د بلخاب د بازار کهنه سيمه کې هغه مهال سر پرې کړ، چې غره ته د ختلو توان يې نه درلود او له خپلې کورنۍ جلا شوی و.
د بلخاب په سلګونو اوسېدونکي وروسته له هغې غرونو ته وختل چې ترهګرو طالبانو په بلخاب کې د ولسي مقاومت د ځپلو لپاره یرغل پیل کړ او د بیګناه ملکي خلکو په وژلو یې لاس پورې کړ.
دغه کورنۍ د بلخاب د مرکز اړوند د قلعه ګک، تخشار، چنارک، هوش او لرکرد د کليو اوسېدونکي دي. دوی خپل هرڅه پریښودل او غرونو ته یې پناه یوړه.
طالبانو تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په جاه ميرک سيمه کې د پنځو کاریګرو او دوو شپنو په ګډون اووه ملکي وګړي په ډزو وژلي وو.