تخار، د ملي مقاومت جبهه: د تخار ولایت په "دشت قلعه" ولسوالۍ کې د عامې روغتیا د مدیر قاري "عزیز" مشهور په قاری "حماس" په ګډون ترهګرو طالبانو د دغې ولسوالۍ د عامې روغتیا په ریاست کې پر یوې معصومې نجلۍ ډله ییز جنسي تیری کړی.
له تېري کوونکو یوازې قاري "حماس" د ددې ترهګرې ډلې د استخباراتو لخوا نیول شوی او پاتې نور طالبان تښتېدلي دي.
قاري "حماس" دوه مېرمنې لري او د دشت قلعه لپاره د طالب ترهګرو نومول شوي ولسوال ملا "عبدالقادر حميد" لخوا يې ملاتړ کېږي.