ملي مقاومت جبهه - هرات: طالب ترهګرو پرون د کورنیو چارو د وزارت د پخواني افسر "محبوب شاه" په ګډون درې تنه د خلکو د سترګو پر وړاندې په بیرحمۍ ووژل او جسدونه یې په څلورلاري کې ځوړند کړل.
په وژل شویو کې یو تن د کورنیو چارو وزارت پخوانی مسلکي افسر "محبوب شاه" دی چې خپلې پوځي زده کړې یې په ترکیه کې بشپړې کړې وې.
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې ترهګرو طالبانو د "بکر اباد څلورلارې" په سيمه کې د يادو درېيو کسانو پر موټر ډزې وکړې او د حقيقت پټولو په موخه یې پر دوی درواغجن تورونه پورې کړل.
د طالب جنایتکاره ډله د هپلو هدفمندانه وژنو لپاره پر خلکو بېلابیل تورونه پورې کوي.
معمولاً له داعش سره د همکارۍ، غلا، انسان تښتونې او خارج ته د تګ لپاره د دوسیې جوړولو په تور بې ګناه خلک شکنجه کوي او وژني.
په وروستۍ قضیه کې هغه معترضې ښځې چې د دغې فاسدې ډلې (طالبانو) پر ضد یې د ازادۍ او عدالت د تامین په خاطر غږ پورته کړی وو، د خارج ته تګ لپاره د دوسیې په جوړولو تورن شول او د شکنجې په پایله کې په زوره اعتراف کولو ته اړ کړای شول.