تخار، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو په تخار ولايت کې د ولسي پاڅون کوونکو یو پخوانی قوماندان قاري رحمت الله نيولى دى.
نوموړی دوه ورځې مخکې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو لخوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.
نوموړی د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو له قومندانانو وو. نوموړی د ملي مقاومت جبهې سره د یوځای کیدو په تور نیول شوی دی.
قاري رحمت الله څو کاله وړاندې د طالبانو په لیکو کې و. خو وروسته له هغه چې د کشم ولسوالۍ لپاره د طالبانو د اوسني قوماندان قاري سعادت ورور قاري علي ووژل شو، نو نوموړی هم د جمهوریت پرمهال ملي امنيت ته تسليم شو.