topbar 10 10px1

طالبانو په کندز کې د ملي امنیت د ۰۹ قطعې یو پخوانی افسر نیولی دی

طالبانو په کندز کې د ملي امنیت د ۰۹ قطعې یو پخوانی افسر نیولی دی
کندز، د ملي مقاومت جبهه:  څو ورځې وړاندې د طالبانو ترهګرې ډلې د کندز ولایت په "علي آباد" ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ۰۹ قطعې یو پخوانی افسر ونیوه او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړ.
 
پخوانی افسر "سید حمیدالله سادات" نومیږي او د کندز ولایت د "علي آباد" ولسوالۍ د مرشک کلي اوسیدونکی دی.
 
ښاغلی "سادات" پنځه اولادونه لري.
 
د پخواني افسر خپلوان وايي، طالبان خپلې اعلان کړې عمومي عفوې ته هم ژمن نه دي او پخواني امنیتي ځواکونه شکنجه او بندیانوي.
 
په همدې حال کې د ملګروملتونو یو راپور تاییدوي چې د طالبانو رژیم له پیلېدو راهیسې تر اوسه په افغانستان کې څه د پاسه ۱۰۰ پخوانیيامنیتي سرتېري د دغې ترهګرې ډلې لخوا وژل شويدي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...