بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: د ملکي خلکو د بندیانولو په لړ کۍ طالب جګړه مارو دا ځل په بدخشان ولایت کې د "جنرال نذیر محمد نیازی" زوی نیولی دی.
د دغه پخواني جنرال زوی "رحمان" د جمعې په ورځ د جوزا په ۲مه د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې له خپل کور څخه ونیول شو.
طالبانو په پرله پسې ډول په تخار، بغلان، بدخشان او پنجشیر ولایتونو کې پخواني امنیتي ځواکونه او جهادي قومندانان په بېلابېلو پلمو بندیان، شکنجه کړي او وژلي دي.
د يادونې وړ ده، چې جنرال نذير محمد د بدخشان پخوانى ښاروال او د طالبانو يو له مخالفو څېرو و، چې څو کاله مخکې په دغه ولايت کې په يوه چاودنه کې ووژل شو.