بغلان، د ملي مقاومت جبهه: طالب جګړه مارو له تېرو دوو ورځو راهیسې د بغلان ولایت د خوست او فرنګ ولسوالیو د دره ده او بند هوز کلیو یو شمېر اوسېدونکي بندیان او سخت شکنجه کړي دي.
اوس هم يو شمېر ځايي خلک د دغې ظالمې ډلې په بند کې دي او د هغوی د خلاصون په بدل کې يې د پيسو او وسلو غوښتنه کړې ده.
طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې هم بندې کړې دي.