topbar 10 10px1

طالبانو د تخار په ورسج ولسوالۍ کې جنګي جنایتونه کړي دي

طالبانو د تخار په ورسج ولسوالۍ کې جنګي جنایتونه کړي دي
تخار، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د تخار ولایت په "ورسج" ولسوالۍ کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.
 
طالب جګړه مارو د سه شنبې په ورځ د ثور په ۲۰ مه د دې ولسوالۍ په ایمند کلي کې شپږ ملکي وګړي ووژل.
 
طالبانو د ایمند د کلي پنځه تنه ملکي وګړي د دهشکې پواسطه له هلیکوپټره ویشتلي او په شهادت رسولي او یو بل یې په وحشیانه ډول په ډزو وژلی دی.
 
په دې ولسوالۍ کې طالب وحشي جګړه مارو ځايي خلکو ته خبرداری ورکړی چې که دوی څه ووايي ټول به ووژني.
 
دغې جګړه مارې ډلې په ایمند او ميانشهر دره کې ډېری اوسېدونکي او مشران بنديان او شکنجه کړي دي.
 
خلکو ته د طالبانو دغه غير انساني او ظالمانه چلند له زغمه وتلی او همداراز د دغې جنايتکارې ډلې له خوا په "پنجشير، اندراب او د تخار په ورسج" کې د ملکي وګړو وژنې نړیوال غبرګونونه پارولي دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...