بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د بدخشان د پخواني امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير په چړو وواژه.
دا پېښه د جمعې په ورځ (د جوزا ۲۰) د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې شوې ده.
د هغه نوم نصیر احمد و او د تېر حکومت له سقوط وروسته په کور ناست و او له کومې ډلې سره یې تړاو نه درلود.
جګړه مار طالبان د پخوانیو پوځیانو په وژنه کې لاس لري او د غچ اخیستلو په لټه کې دي.