کابل، د ملي مقاومت جبهه: تیره شپه د حمل په دریمه د کابل ولایت د "شکردرې" ولسوالۍ د "کوچکانو" په کلي کې د مازدیګر له لمانځه وروسته د کورنیو چارو وزارت د جنایي تحقیقاتو د ریاست پخوانی افسر "احمدزی حبیبي" ترهګرو طالبانو په ډزو وواژه.
دا پداسې حال کې ده چې له څه وختونو راهیسې د طالبانو د تروريستي ډلې غړو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې په بيلابيلو بې بنسټه تورونو پخواني پوځيان او بې ګناه ملکي وګړي توقيف، شکنجه او په مرموز ډول يې په ډزو ويشتلي دي.