کندهار، د ملي مقاومت جبهه: "شمس الدین همت" چې څو کاله وړاندې د طالبانو لخوا د ښخ کړای شوي ماین د شنډولو پرمهال یې خپل دواړه لاسونه له لاسه ورکړي وو، د یکشنبې په ورځ د طالب جنایتکارانو لخوا په ډزو ووژل شو.
دغه ځوان د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست و او د لاسونو له لاسه ورکولو وروسته یې د څو کلونو لپاره هیڅ دولتي دنده نه درلوده.
شهید "همت" په دې وروستیو کې د کندهار په سپین بولدک کې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره اوسېده.
د اجیرو طالبانو له راتګ سره په ټول هیواد کې د وژنو شمیر زیات شوی او په بیلابیلو پلمو بیګناه خلک نیول شوي، شکنجه شوي او وروسته شهیدان شوي دي.