topbar 10 10px1

طالبانو په کابل او دایکندي کې دوه تنه د خپلو پوځي وسايطو لاندې کړي او وژلي

طالبانو په کابل او دایکندي کې دوه تنه د خپلو پوځي وسايطو لاندې کړي او وژلي

دایکندي، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو چې په پوځي موټر کې سپاره وو، يو ډاکتر لاندې کړی او وژلى دى.

دغه پېښه د سه شنبې په ورځ د حوت په ۱۷ مه دایکندي کې د ( شهرک جدید- بازار کهنه ) پر لاره رامنځته شوې ده.

په يوه بله پيښه کې ددغې جنايتکارې ډلې غړو دکابل ښار په "دشت برچي" سيمه کې يو بل سړى تر موټر لاندې کړی او وژلى دى.

دا پداسې حال کې ده چې د دې جنایتکارې ډلې غړي په نارینه او ښځینه، ځوانانو او بوډاګانو رحم نه کوي او هیچا ته هم ځواب ویونکي نه دي.

د ترهګرو طالبانو په راتګ سره په ټول هېواد کې د ترور او هدفي وژنو کچه لوړه شوې ده.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...