کابل، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو شپږ مياشتې مخکې د دولت یو پخوانى ډګروال «يوسف» ونیوه، خو تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی.
د دغه پخواني دولتي افسر خپلوان وايي، چې طالبانو د کابل ښار په اوومه ناحيه (چهلستون) کې نوموړي ډګروال ونیوه او تر اوسه يې برخليک معلوم نه دى.
د يادونې وړ ده، چې طالبان د اردو پخوانيو منسوبینو د نيولو په لټه کې دي او تر دې وړاندې يې هم ګڼ شمېر سرتېري او منسوبین بنديان، شکنجه کړي او وژلي دي.