topbar 10 10px1

طالبانو په ننګرهار کې یو ماشوم په ډزو وواژه

طالبانو په ننګرهار کې یو ماشوم په ډزو وواژه
ننګرهار، د ملي مقاومت جبهه: طالب ترهګرو پرون ماښام په ننګرهار ولایت کې یو ماشوم په ډزو وواژه.
 
دغه پېښه د جلال اباد ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې طالب جګړه مارو پر یوې رېکشا د تلاشۍ په پوسته کې ډزې وکړې.
 
ماشوم لومړی ټپي شو او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.
 
د ماشوم يوه خپلوانو وويل، چې غوښتل يې جسد له ځان سره يوسي او د ننګرهار والي مخې ته راټول شي خو طالب ترهګرو يې مخه ونیوله.
 
 طالبان له کوم څرګند دلیل پرته په پوستو کې ملکي وګړې په نښه کوي او وژني.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...