پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: جګړه مارو طالبانو يو ټپي ځوان په پنجشير ولايت کې د ملي مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور په يوه پوسته کې په ډزو وواژه.
دا پیښه د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د جوزا په ۲۰مه د دغه ولایت په «دالان سنګ» سیمه کې رامنځ ته شوې.
دغه کس "حبيب الرحمن" نومېده او د خپل ټپ د درملنې په موخه له "کاپيسا" څخه د پنجشېر ولايت "ايمرجنسي روغتون" ته روان وو.
د حبيب الرحمن خپلوان وايي، چې نوموړى د کاپيسا په کلي کې د طالبانو او د مقاومت جبهې د ځواکونو ترمنځ په نښته کې ټپي شوى دى.
په وروستیو ورځو کې طالبانو په پنجشیر کې څو تنه ملکي وګړي له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلي دي