topbar 10 10px1

په تخار کې طالبانو درې تنه پخواني ولسي پاڅونوال وژلي دي

په تخار کې طالبانو درې تنه پخواني ولسي پاڅونوال وژلي دي

تخار، د ملي مقاومت جبهه: جګړه مارو طالبانو د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې درې تنه پخواني ولسي پاڅونوال په بې رحمانه ډول په ډزو ووژل.

دغه پېښه تېره شپه د ثورپه ۲۷مه د يادې ولسوالۍ په "هزار باغ" سيمه کې شوې ده.

د ولسي پاڅون دغه درې مشهور غړي "عوض خان، عبدالقاسم او حيات الله" نومېدل او فعلا یې له کومې ډلې سره تړاو نه درلود او په زراعت بوخت وو.

همدارنګه طالب ترهګرو په تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو کې هم په خلکو کې د وېرې د رامنځته کولو په موخه ګڼ ملکي وګړي وژلي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...