topbar 10 10px1

معترضې ښځې وايي: ترهګرو طالبانو ته مشروعیت ورکول او نه ورکول باید د افغانستان د خلکو حق وي، نه د اروپا او امریکا پارلمان

کابل، د ملي مقاومت جبهه: د مظاهره کوونکو مېرمنو د ډلې یوې غړې "هدا خموش" وویل چې طالبان په تېرو اوو میاشتو کې لا هم نه دي توانېدلي چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.

د آغلې "خموش" په وینا: په حقیقت کې دغه ترهګره ډله له تعلیم او پوهاوي ویره لري او له همدې امله یې په بیلابیلو پلمو په هیواد کې له خلکو د راتلونکي او تعلیم حق اخیستی دی."

دغه معترضې ښځې زياته کړه، چې طالبان بايد پوه شي، چې هېڅکله به دغه نسل له زده کړو بې برخې نشي کړای.

میرمن "خموش" طالبانو ته په اشارې سره زیاته کړه چې تاسو په ظلم، جبر او محرومیت نه شئ دوام موندلی! موږ ډېر داسې رژیمونه تجربه کړي، چې په خپلو سختو طریقو او چلندونو سره ډېر وخت پاتې نه شو او ورک شو.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...