topbar 10 10px1

طالبانو پروان کې د یوه ځوان د پښو نوکان ایستلي او بیا یې په ډزو وژلی دی

پروان، ملي مقاومت جبهه: طالبانو د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې په ډېرې بې رحمۍ د یوه ځوان د پښو نوکان ایستلي او بیا یې په ډزو وژلی دی.

د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو نن سه شنبه د روان کال د حمل میاشتې په ۲۳ مه د بګرام د بې ګناه او بې دفاع خلکو پر وړاندې د طالبانو د دغه وحشیانه عمل او ظلم پر ضد لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د «مرګ پر طالبانو» شعارونه ورکول. هغوي ويل، چې د دې ډلې جګړه مارو يو ځوان نيولى، د پښو نوکان يې پرې کړي او بيا يې په ډزو وژلى دى.

لاریون کوونکو د هغه جسد سړک ته راوړ او ویل یې چې خلک د دې جاهلې او تروریستې ډلې ظلمونه له زغمه وتلې دي.

طالبانو تېره شپه هم د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې یو لمونځ کوونکی د تراویح د لمانځه پر مهال په ډزو وواژه.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...