کابل، د ملي مقاومت جبهه: په کابل کې طالبانو پر هغو ښځو ډزې وکړې چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو د ښوونځیو تړل کېدو په اعتراض یې مظاهرې کولې.
د اعتراض کوونکو ښځو یوې ډلې د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۵مه په کابل کې د مريم لېسې مخې ته مظاهره وکړه.
مظاهره چیانو د "ډوډۍ، کار او تعلیم" او "تعلیم زموږ حق دی" شعارونه ورکول.
خو وسله والو طالبانو دغه مدني اعتراض ته په تاوتريخوالي، ډزو او د لاريون کوونکو په ځپلو ځواب ورکړ.
طالبانو مخکې تردې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر لاریون کوونکو ښځو بریدونه کړي او ښځې یې بندیانې کړې دي.
پر کابل د طالبانو تر تسلط وروسته، د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د دې ډلې لخوا ښوونځيو ته له تلو منع شوي او ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي. ښځې د طالبانو له تسلط وروسته له ټولو ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو لرې کړل شوي او اوس له سختو محدودیتونو سره مخ دي.