topbar 10 10px1

طالبانو په بغلان کې یو پخوانی دولتي سرتېری په ډزو وواژه

طالبانو په بغلان کې یو پخوانی دولتي سرتېری په ډزو وواژه
بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د بغلان ولایت په تاله‌ و برفک ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو لخوا د هدفي وژنو په لړ کې د دې ډلې غړو د "خیرالدین" په نوم د ملي امنیت پخوانی کارکوونکی په ډزو وواژه.
 
د دغه پخواني عسکر د وژلو ویډیو نن یکشنبه د ۱۴۰۰ هجري قمري کال د حوت په ۲۲مه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوې ده.
 
په وروستیو څو ورځو کې طالبانو په افغانستان کې د ملکیانو او پخوانیو پوځیانو په نیولو، شکنجه کولو او وژنو کې زیاتوالی راوستی چې د خلکو په منځ کې یې وېره او اندېښنې راپارولې دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...