بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ په خوروک کلي کې ترهګرو طالبانو يو پخوانى سيمه ييز پوليس په ډزو وواژه.
دا پیښه د پنجشنبې په شپه د روان کال د سرطان د میاشتې په دویمه نیټه وشوه.
وژل شوی کس عابد نومیده او د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د طالبانو لخوا وژل شوی دی.
د یادولو ده چې جنایتکار طالبان د دروغجنې عفوې تر نامه لاندې په منظم ډول پخواني دولتي عسکر بندیان، شکنجه او وژني.