topbar 10 10px1

طالبانو په بدخشان کې دوه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي

طالبانو په بدخشان کې دوه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي
بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: وحشي طالبانو د بدخشان په کران و منجان ولسوالۍ کې دوه تنه بې ګناه ملکي وګړي په وحشیانه ډول په ډزو وژلي دي.
 
د بدخشان ځايي سرچينې وايي، چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د ثور په ۲۶مه د دغه ولايت د کران او منجان ولسوالۍ په انجمن کلي کې د طالبانو پر غير انساني چلند د خلکو له نيوکې وروسته رامنځته شوې ده.
 
د سیمې د اوسیدونکو په وینا، "عبدالغفار د محمد حسن زوی" او "عبدالفتاح د حاجي حسن زوی" د طالبانو پر رژیم د نیوکې او د دغې ډلې د جګړه مارو لخوا له خلکو سره پر نامناسب چلند د انتقاد له امله په ډزو وژل شوي دي.
 
شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم طالبانو د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ په ملنګاب کلي کې یو پخوانی امنیتي سرتېری په ډزو وژلی وو.
 
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د طالبانو د ترهګرې ډلې په مرکزونو د ملی مقاومت جبهې د بریدونو له زیاتیدو وروسته د دغې ډلې لخوا له ملکیانو او عامو خلکو غچ اخیستنه زیاته شوې او هره ورځ ملکیان بندیانوي، شکنجه کوي او وژني.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...