تخار، د ملي مقاومت جبهه: هره ورځ د طالبانو تروریستي ډله په مختلفو پلمو د جمهوري دولت پخواني سرتېري نیسي او یا یې شهیدانوي.
د طالبانو مزدورې ډلې نن سه شنبه د حوت په دریمه د جمهوري دولت د کمانډو ځواک پخوانی غړی "صدرالدین تاتار" د ملي مقاومت د جبهې لپاره د ځواکونو د جلب او جذب په تور نیولې او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی.
هغه د تخار د "ینګي قلعه" ولسوالۍ د "کفتر علي" په کلي کې عادي ژوند کاوه او د ملي مقاومت له جبهې سره یې هیڅ تړاو نه درلود.
اجیر طالبان ښه پوهیږي چې پر هغه لګولی تور حقیقت نه لري، خو دوی قصدا نیولې او برخلیک یې لا هم ناڅرګند دی.
په خواشینۍ سره د یادلو ده چې تېره شپه هم طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني مسلکي افسر "محبوب شاه" په ګډون درې تنه په هرات کې په رحمۍ ووژل او جسدونه یې په عام محضر کې ځوړند کړل.