د ملي مقاومت جبهه، کابل: طالب ترهګرو د دوشنبې په ورځ د ثور په پنځمه د کاپیسا ولایت د ده بابا علي روغتون دوه تنه متخصصین ونیول.
دا متخصصین اسحاق او اغاشرین نومیدل او د ده بابا علي روغتون د جراحي او داخلي درملو په وارډونو کې ډاکټران وو.
طالبانو دغه دوه ډاکتران پرته له کومه دلیله نیولي دي او د هغوی برخلیک لا هم معلوم نه دی.
د يادونې وړ ده چې په کاپيسا ولايت کې د دوو ډاکترانو نيول کومه نوې خبره نه ده. له دې مخکې هم د هېواد په بيلابيلو ولايتونو کې يو شمير ډاکتران د ترهګر طالبانو له خوا نيول شوي او وژل شوي دي.