ننګرهار، د ملي مقاومت جبهه: طالب ترهګرو د دوشنبې په ورځ د ثور په پنځمه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د مملې کلي څلور اوسېدونکي په بې رحمانه ډول وژلي دي.
دوه ورځې وړاندې د مملې په کلي کې د سړک غاړې ماین چاودنې د وسله والو طالبانو رینجر په نښه کړی و او څلور طالبان یې وژلي وو. طالبانو په دې تور له کوم ثبوت پرته دا بیګناه کسان ونیول او وروسته یې ووژل.
د یادولو وړ ده چې دغې ترهګرې ډلې تل د غچ اخیستو په خاطر بې ګناه خلک بندیان کړي او بیا يي په ډزو وژلي دي.