تخار، د ملي مقاومت جبهه: د افغانستان خلک د وحشي طالبانو تر ظلم او شکنجو لاندې په تیارو او سختو ورځو کې ژوند کوي.
د تخار او په ځانګړې توګه د دې ولایت د چاه آب ولسوالۍ خلک د دغو اشغالګرو له ظلمونو ځورېږي.
د تخار په چاه آب ولسوالۍ کې د جګړه مارو طالبانو یوه قوماندان مولوي غلام یو ځوان له جرم پرته د مرګ تر سرحده شکنجه کړی دی.
دغه ځوان "اجمل" نومېږي او د "حمید شهید" لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکی دی.
د طالبانو لخوا د عامو خلکو شکنجه کول، وهل ټکول، توقیف او زنداني کول د دې ډلې لپاره عادي کار ګرځیدلی او اوس په زرګونو بې ګناه خلک د دوی په زندانونو کې تر شکنجو لاندې دي.