د ملي مقاومت جبهه- سرپل: د جمعې په سهار طالبانو د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته تر ۳۰۰۰ زیات اشغالګر او یرغلګر جګړه مار د دې ولایت د سوله ییزو، عدالت غوښتونکو او زړورو خلکو د مقابلې لپاره ولېږل.
د بلخاب خلکو هم د دې یرغلګرې او اشغالګرې ډلې د ظلم په وړاندې دریدل غوره کړي دي.
د جمعې پر سهار د بلخاب په دزدان دره، قم کوتل او اب کلان سیمو کې سختې نښتې پیل شوې.
د طالبانو وحشي جګړه مار له لسګونو زغره والو ټانګونو او سپکو او درنو وسلو سره د افغانستان دغې لرې پرتې ولسوالۍ ته تللي دي تر څو په خپل ظلم او وحشت نور بې ګناه خلک هم وځپي.