topbar 10 10px1

د پنجشیر لپاره د طالبانو د استخباراتو مدیر له مقاومت جبهې سره یوځای شو

د پنجشیر لپاره د طالبانو د استخباراتو مدیر له مقاومت جبهې سره یوځای شو

پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مدیر قومندان ملک د ملي مقاومت له جبهې سره یوځای شو.

دغه قوماندان د خپل قوماندې لاندې پوځي تجهيزات او پرسونل سره یو ځای په دې وروستيو وختو کې د طالبانی محلي مشرانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله د ملي مقاومت د جبهې له زړورو ځواکونو سره يوځاى شوى دى.

قوماندان ملک په دې وروستيو کې ترهګرو طالبانو لخوا نيول شوى و او له خوشې کیدو وروسته طالبانو هغه د امنيه قوماندانۍ داستخباراتو د مسئول په توګه ټاکلى و.

د طالبانو ترمنځ شخړې په ډیری مواردو کې د خپلمنځني وژنو لامل شوي دي.

په تازه پېښه کې د وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغه نښته د پنجشیر په بازارک کې د پنجشیر لپاره د طالبانو د امنیت امر عتیق الله صدیقي او د کاپیسا ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې میشتو نورو وسله والو طالبانو تر منځ شوې ده.

په يوه بله پېښه کې د ترهګرو طالبانو خپلمنځي نښته کې دوه طالبان وژل شوي دي.

نښته د تخار ولايت د بهارک ولسوالۍ په خواجه چنګال کلي کې رامنځته شوې ده.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...