تخار، ملي مقاومت جبهه: نن دوشنبه د خوت ۹مه طالب ترهګرو د تخار ولایت په مرکز "تالقان" کې کور په کور تلاشي پیل کړې او تر دې دمه یې د زرګري ، آهن دره، او نمک فروشي په شاوخوا سیمو کې د هستوګنې یو شمیر کورونه تالاشي کړي دي.
د تخار اوسېدونکي وايي، طالب جګړه مار له مخکني خبرتیا پرته د خلکو پر کورونو چاپې وهي او په وحشیانه ډول د دوی کورونه پلټي.
تراوسه پورې د طالبانو له خوا په "تالقان" ښارکې د استوګنې لسګونه کورونه تالاشي شوي دي او زیاتره خلک یې په ویره کې اچولي.
د طالبانو دغې غیر انساني، غیرقانوني او غیر اخلاقي چلند د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
په تېرو څو ورځو کې طالب اورپکو په کابل، پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې کور په کور چاپه وهلې او نن هم د تخار مرکز تالقانو ښار اوسیدنکي د طالبانو د دغه نه بخښنې وړ عمل شاهد وو.