topbar 10 10px1

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې پر دښمن د ملي مقاومت زړورو ځواکونو درېیم مرګونی برید؛ ۷ مزدور طالبان ووژل شول

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې پر دښمن د ملي مقاومت زړورو ځواکونو درېیم مرګونی برید؛ ۷ مزدور طالبان ووژل شول

کاپیسا، د ملي مقاومت جبهه: د ملي مقاومت زړورو ځواکونو په چریکي برید کې ۷ تنه مزدور طالبان ووژل.

بريد نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کاپيسا ولايت د کوهستان په‌ دویمه حصه کې د ده بلبل په کلي کې ترسره شو.

په دغه برید کې د دغې ډلې یو هاموې ټانک په مکمله توګه ویجاړ شوی دی.

برید کې د وژل شویو ترهګرو شمېر مخ په زیاتېدو دی؛ ډېر شمېر نور طالبان په دې برید کې ټپيان شوي دي.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي مقاومت ځواکونو له لوري پر دغې تروریستي ډلې له لومړي برید وروسته چې په ترڅ کې یې نهه طالبان ووژل شول، درېیم خونړی برید دی.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...