topbar 10 10px1

په کندوز کې د سېلابونو له امله دېرشو کورنيو ته مالي زيانونه اوښتي دي

په کندوز کې د سېلابونو له امله دېرشو کورنيو ته مالي زيانونه اوښتي دي

کندز، د ملي مقاومت جبهه: د کندوز په "دشت ارچي" ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله څه باندې ۳۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

دا پېښه د شنبې په ورځ د حوت په ۷مه د دې ولسوالۍ د "قرلق" په کلي کې رامنځته شوې ده.

له سېلابونو وروسته يو شمېر سړکونه، پلچکونه او کرنيزې ځمکې هم ويجاړې شوې دي.

د دغو سېلابونو لامل باران او او د ګلۍ ورښت وو، چې له "دروازه کان" کلي څخه د "سوس قرلق" کلي ته جاري شوي.

د "دشت ارچي" ولسوالۍ د قرلق کلي اوسېدونکو ته هر کال د سېلابونو له امله ډېر مالي زیانونه اوړي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...