د ملي مقاومت جبهه، بامیان: د طالبانو د ترهګرې ډلې د دوو قومندانانو مولوي مقبول او ایوبي ترمنځ تېر ماښام په بامیانو ولایت کې نښته شوې ده.
ایوبي په بامیان ولایت کې هزاره قوماندان او مقبل د دغه ترهګرې ډلې پښتون قوماندان دی.
تر اوسه د طالبانو د خپلمنځي جګړو د تلفاتو په اړه جزئیات نه دي په ډاګه شوي
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو ترهګرې ډلې ترمنځ خپلمنځي نښتې زیاتې شوي دي.
په دې وروستیو کې په بامیانو کې لیدل شوې چې دغه ترهګره ډله د دغې ډلې د هزاره غړو د لرې کولو په لټه کې ده.
تر دې وړاندې د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوال هم نیول شوی وو.