topbar 10 10px1

په تخار کې دوه تنه جګړه مار طالبان خپلمنځي نښته کې ټپيان شول

په تخار کې دوه تنه جګړه مار طالبان خپلمنځي نښته کې ټپيان شول

د ملي مقاومت جبهه تخار: د تخار ولایت د مرکز تالقانو ښار په نهر چمن کې د طالبانو د دوو ډلو تر منځ نښته شوې ده.

په دې نښته کې دوه جګړه مار طالبان او يو ملکي وګړى ټپيان شول.

دغه نښته د حذیفه په نامه د ترهګرو طالبانو د ډلې د یو مشر او د طالبانو د یوې بلې ډلې ترمنځ شوې او دټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د طالبانو تروریستي ډلې خپلمنځي نښتې کړي چې دواړو لورو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...