سرپل، د ملي مقاومت جبهه: په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر ریچارډ بینیټ د دوشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ وضعیت د اندېښنې وړ وباله او په دې ولسوالۍ کې یې د بشري حقونو پر سرغړونو اندېښنه څرګنده کړه.
نوموړي په خپل ټويټ کې زياته کړې، چې په بلخاب کې وژنې، د اوسېدونکو بېځايه کول، د شتمنيو ويجاړول او له بشري حقونو نورې سرغړونې شوې دي.
هغه ټینګار وکړ چې ټولې خواوې باید د نړیوال بشري قانون او نړیوال بشردوستانه نورمونه مراعات کړي.
دا ادعاوې په داسې حال کې کېږي چې جګړه مار طالبان بلخاب ته ننوتي او جنګي بندیان او ملکي وګړي یې وژلي دي.