کابل، د ملي مقاومت جبهه: ملګرو ملتونو ویلي چې "د ځمکې پر سر یوازې یو رژیم چې د نجونو د زده کړې مخه نیسي هغه د طالبانو رژیم دی".
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې د طالبانو ډله په نړۍ کې یوازینی رژیم دی چې د نجونو او ښځو د تعلیم مخه نیسي.
اوس پوره دوه سوه ورځې کېږي چې دې جاهلې (طالبانو) ډلې ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې ده.
پر افغانستان ددغې ډلې تر تجاوز وروسته، نجونو نور ونشوای کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د ټولو ښوونځيو دروازې وتړل شوې.
د افغانستان وګړي په دې باور دي چې د ښوونځیو دروازې ځکه تړلې پاتې دي چې دا ډله په هیواد کې د فرهنګ او پوهې (په ځانګړې توګه د ښځو سواد) له پراختیا ویره لري.