topbar 10 10px1

یونیسف: په افغانستان کې په تېره یوه اوونۍ کې تر ۵۰ ډېر ماشومان وژل شوي دي

یونیسف: په افغانستان کې په تېره یوه اوونۍ کې تر ۵۰ ډېر ماشومان وژل شوي دي

د ملي مقاومت جبهه، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې په تېره یوه اوونۍ کې تر ۵۰ زیاتې نجونې او هلکان د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.

د یونیسف سیمه ییز مشر جورج لاریا ایډاجي د هغو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه چې په بریدونو کې یې ماشومان له لاسه ورکړي او د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پایته رسیدو غوښتنه کوي.

جورج لاریا ایج ټویټ کړی چې احتمال لري د وژل شویو شمیره لوړه شي. هغه زياته کړه، چې د جمعې په ورځ د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر په جومات کې د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

تېره اوونۍ په کابل، بلخ او کندز کې په یو لړ چاودنو کې لسګونه ملکي وګړي ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

د تېرې شنبې په ورځ سهار وختي د کابل ښار په لوېدیځ کې د عبدالرحیم شهید لېسې او همدارنګه د قلعه نو دشت برچي د ممتاز ښوونیز مرکز مخې ته درې نورې چاودنې وشوې.

د کابل په لوېدیځ کې له چاودنو وروسته په مزارشریف او کندز کې په جوماتونو کې په چاودنو کې لسګونه ملکیان مړه او ټپیان شول.

طالبان، چې د ځانمرګو او بمي بریدونو د ترسره کولو مخینه لري، د دې پیښو په اړه د خبرونو د پوښښ مخه نیسي او د مرګ ژوبلې کچه د واقعیت په پرتله خورا ټیټه ښيي.

دغې ډلې له کلونو راهیسې په ټول افغانستان کې خونړی ځانمرګي او بمي بریدونه ترسره کړي او د شیعه ګانو پر جومات او د عبدالرحیم شهید پر ښوونځي وروستي بریدونه هم هغه طریقې دي چې په وروستیو کلونو کې دوی د افغانستان د خلکو په وړاندې د وحشیانه وژنو لپاره کارولي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...