topbar 10 10px1

د شمال د ځواکمن قومندان د شهادت یوولسم تلین لمانځو

د شمال د ځواکمن قومندان د شهادت یوولسم تلین لمانځو

د ملي مقاومت جبهه، تخار: له نن څخه یوولس کاله وړاندې په همدې ورځ (د جوزا په ۷ مه) ماښام شاوخوا اووه نیمې بجې د تخار د ولایت مقام په ودانۍ یو وحشتناک او مرموز برید وشو.

د دغه برید په پایله کې د افغانستان د شمال زون د پولیسو قومندان جنرال محمد داوود داوود او د تخار د پولیسو قومندان شاه جهان نوري شهیدان شول.

جنرال داود د افغانستان په شمال کې د پولیسو رهبري کولو مسوولیت له اخیستو وروسته په ناامنه شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل او په نهو شمالي ولایتونو کې د ناامنیو د کمیدو یو اصلي لامل دغه زړور او پاک نفسه قومندان شتون وو.

زمونږ د هیواد تاریخ به هیڅکله د جنرال داوود داوود او جنرال شاه جهان نوري اتلولۍ هیرې نه کړي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...