کندز، د ملي مقاومت جبهه: په کندوز کې یو شمېر ښځې د څلورو ماشومانو د خلاصون د پاره چې عمرونه یې له ۱۶ تر ۱۸ کلونو دي، لاریون کوي، چې د واکسیناتوران په وژلو تورن دي او د طالبانو له خوا د اعدامیدو له خطر سره مخ دي.
ښځو د پنجشنبې په ورځ، د حوت په ۲۶ مه د طالبانو په وړاندې خپل غږ پورته کړ او د "جبري اقرار بند کړۍ" نارې یې پورته کړې.
یادې ښځې وايي: دا څلور واړه او نابالغ دي. له همدې امله، په نړۍ کې هیڅ قانون اجازه نه ورکوي چې دا تنکي ځوانان او ماشومان اعدام شي.
د دغو ښځو په وينا: تورن کسان بې ګناه دي او بايد د ناحقه تورونو قرباني نه شي.
د بښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو له خوا په کندز کې د اوو واکسیناتوران د وژلو په تور د څلورو کسانو نیول او اعدامول د اندېښنې وړ بللي دي.
د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې مشرې سمیرا حمیدي په خپل ټویټر کې لیکلي چې په کندز کې د پولیو د اوو واکسیناتوران په وژنه اعتراف کولو ته مجبوره شوې د څلورو تنکیو هلکانو او یوه ماشوم د اعدام سزا ورته د باور وړ نه ده.
د يادونې وړ ده، چې په ټولنيزو رسنيو کې د يوه تورن د مور ويډيو خپره شوې، چې وايي: "طالبانو په زور زما پر زوی اقرار کړی او هغه بې ګناه دی."