بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د افغانستان د ملي مقاومت جبهې زړورو ځواکونو تیره شپه د اندراب د پل حصار ولسوالۍ د تغانک او پسکندي په کلیو کې د طالبانو پر مرکزونو برید وکړ.
د دغه برید په پایله کې ۸ تنه ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دغو جګړو کې د ملي مقاومت د جبهې له قوماندانانو څخه "سبز علي" د شهادت په لوړ مقام ورسید.
له بلې خوا د دغه برید په پایله کې څو کلي د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو لخوا ونیول شول او د طالبانو د مزدورې ډلې یو شمیر وسلې او مهمات د دغې جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلل.
د ویلو ده چې دغه بريد هغه وخت وشو چې طالبانو غوښتل د ملي مقاومت د جبهې ځواکونو پر قرارګاه بريد وکړي . خو له درنو تلفاتو سره، د دوی پلان ناکام شو او له سترې ماتې سره مخ شول.