topbar 10 10px1

د ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه
د کابل په زړه کې د القاعدې ترهګرې ډلې د مشر ایمن الظواهري پر هستوگنځای د امریکا د متحدو ایالاتو هوايي برید او د دغه برید په پایله کې د هغه وژل کیدل، یو ځل بیا د طالبانو په وړاندې چې د خطرناکو نړیوالو ترهګرو کوربه دي د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د برحق دریځ څرګندونه کوي. که څه هم د القاعدې مشر له منځه تللی، خو د طالبانو په یو کلن واکمني کې، القاعدې په څېر ترهګرو ډلو د بیا ژوندي کېدو ښه فرصت لاس ته راوړې. 
 
د افغانستان د پلازمېنې په تر ټولو خوندي سیمه کې د القاعدې د مشر اوسېدل د دې څرګندونه کوي چې زموږ ګران هېواد یو ځل بیا د سخت دریځو ډلو د راټولېدو په مرکز او د ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی دی او دا ترهګر هره ورځ زموږ د خلکو څخه قرباني اخلي او د سیمې او نړۍ ته ګواښونه متوجه کوي.
 
طالبان او د هغوی غیر انساني کړنې د دې لامل شوي چې د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او فضايي حریم د بهرنیو ځواکونو له خوا په ځلونو تر پښو لاندې شي او زموږ د خلکو ملي غرور زیانمن شي. د ملي مقاومت جبهه ټینګار کوي چې د طالبانو له نا مشروع ډلې سره نامناسب تعامل او د ترهګرۍ ګواښ ته په کمه سترګه کتل به د سیمې او د نړۍ د هېوادونو د امنیت له جدي ننګونو سره مخ کړي.
 
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د سترو ارزښتونو لپاره پر مقاومت د ټینګار تر څنګ زیاتوي چې له عیني واقعیتونو په پام که نه نیولو پرته هوایي بریدونه به په اوږد مهال کې برعکس اغیزه ولري او او له نړیوال تروریزم او د هغوی له ملاتړو سره په مبارزه کې د افغانستان له ملي مقاومت جبهې سره د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کوي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...