topbar 10 10px1

د نظام د نسکوریدو د لومړي کلیزې په مناسبت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د نظام د نسکوریدو د لومړي کلیزې په مناسبت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلامیه
یو کال وړاندې په همدې ورځ د یوې طرحه شوې توطیې له مخې، نظام په بشپړه توګه نسکور شو او کابل طالبانو ته وسپارل شو. له دې سره هم مهاله مقاومت رامنځ ته شو او د خلکو یوه برخه د جګړې په ډګر کې ودرېدل او د اشغالګرو طالبانو د نه ماتېدو دروغجن تبلیغات یې وننګول او د ولس په اراده د يوه دموکراتيک نظام د رامنځ ته کېدو، د بشري حقونو او په تېره بيا د ښځو د حقونو د تامين، د بيان د ازادۍ، د عدالت د تامين، په هېواد کې د دايمي ثبات، د ظلم، استبداد، تبعیض او نړیوال تروریزم په وړاندې د مبارزې په لاره کې یې مقاومت ته ملا وتړله. 
 
په هیواد کې د طالبانو د واکمنۍ د یوه کال په موده کې د ښځو ځورول او له ابتدايي اساسي اسلامي او بشري حقونو محرومول، له خپلو سیمو د خلکو جبري کډې ته اړ کول، نیول، شکنجه او وژل د دې ډلې په عادي چلند بدل شوی دی. د بشري حقونو د مدافعینو او د نړۍ د هېوادونو لخوا د مناسب ځواب نشتوالي، طالبان نور هم په جنایتونو کې زړور کړل او په پرلپسې ډول یې د بشریت ضد جنایتونه وکړل.
 
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه یو ځل بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د تروریستي شبکو د چټکې ودې او پراخیدو په اړه سیمې او نړۍ ته خبرداری ورکوي او د نړیوالو ترهګرو په خوندي ځاله د افغانستان د بدلیدو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي.
 
د ملي مقاومت جبهې اتلو ځواکونو د مبارزې د ټولو ننګونو په منلو یو ستونزمن خو بریالۍ کال تېر کړ. طالبانو د جګړې په ډګر کې خپله جګړه ییزه روحیه له لاسه ورکړې ده او د دغې اشغالګرې ډلې د ړنګېدو نښې له ورایه تر سترګو کېږي. موږ خپله ژمنه یو ځل بیا تکراروو چې د ازادۍ تر لاسه کولو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو، خدای له موږ سره دی، ولس له موږ سره دی او انشاالله موږ به بریالي کیږو.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...