topbar 10 10px1

د تېري او استبداد پروړاندې د حوت ۲۴مې د هرات د خلکو قیام په اړه د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

د تېري او استبداد پروړاندې د حوت ۲۴مې د هرات د خلکو قیام په اړه د ملي مقاومت جبهې اعلامیه

۴۳ کاله وړاندې په همدې ورځ د هرات مجاهد او سرلوړو خلکو د اشغال او سخت استبدادي نظام پروړاندې قیام وکړ، د توپ او ټانک مرمیو ته یې خپلې سینې ونیولې او آینده نسلونو ته یې نه هېرېدونکې حماسه په یادګار پرېښوده.

د هرات اتلو خلکو په دغه ورځ، په خپلو وینو د آزادۍ څلی رنګ کړ او تېري کوونکو ته یې تاریخي درس ورکړ. هغوی ثابته کړه چې هېڅ متجاوز او مستبد نه شي کولی په زوره پر خلکو خپل حاکمیت ته دوام ورکړي.

نن ورځ چې یو ځل بیا هېواد د جاهلې او متحجرې ډلې تر ولکې لاندې راغلی او غواړي د ټوپک د شپېلۍ له لارې خپل حاکمیت پر خلکو تحمیل کړي، ښکاري چې له تاریخ نه یې درس نه دی اخیستی، ځکه چې د افغانستان آزادي باوره خلک به هېڅکله هم زور ته تسلیم نه شي او پروړاندې به یې ودرېږي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه، د هېواد ټولو آزادي باوره خلکو ته اطمینان ورکوي چې د هېواد تر بشپړې ازادۍ پورې او تر هغه چې خلک له استبداده خلاص شي، یوه لحظه به هم آرام پاتې نشي او د بریالیتوب تر سهاره به د حوت ۲۴مې په څېر خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د نیکونو رسم به ژوندی ساتي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...