topbar 10 10px1

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د پخواني منشي "سید نورالله عماد" د مړینې په مناسبت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د رهبرۍ د تسلیت پیغام

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د پخواني منشي "سید نورالله عماد" د مړینې په مناسبت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د رهبرۍ د تسلیت پیغام

په ژورې خواشینۍ سره مو د استاد "سید نورالله عماد" د مړینې خبر ترلاسه کړ، هغه څوک چې د افغانستان د اسلامي نهضت له مخکښانو او بنسټګرانو و او د خپل قیمتي ژوند ډیره برخه یې د افغانستان د خاورې او خلکو د ازادۍ لپاره جهاد ته وقف کړه.

انالله و انا الیه راجعون

استاد "سید نورالله عماد" یو وتلی مبلغ و او له‌ څلویښتمې لسیزې، کله چې ډیر ځوان او د پوهنتون محصل وو خپله مبارزه پیل کړه.

د اسلامي نهضت د جوړيدو او مبارزې په پيل کښې د هغه وخت د استبدادي رژيم لخوا ونيول شو او څه موده يې په بند کښې تېره کړه.

له خوشې کېدو وروسته يې د افغانستان د جمعيت اسلامي ګوند د منشي په توګه د افغانستان په جهاد کې ډېر مهم رول ولوباوه.

هغه یو نیک، پرهیزګار او متقی مجاهد وو.

د استاد سید نورالله عماد د مړینې له امله د هغه کورنۍ، دوستانو او د افغانستان مجاهدینو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او د لوی خدای له درباره ورته د فردوس جنت او خواخوږو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوو.

"هرگز نمیرد آن‌که دلش زنده شد به عشق
ثبت است بر جریده‌ی عالم دوامِ ما" (حافظ)

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...